په فرانسه کې مېشت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او ټولنيز فعال نورايل کليوال د خلکو معلوماتو له مخې ويلي چې د تش په نوم مقاومت جبهې هزاره مشر عبدالفتاح علیپور، چې په «عبدالغني علیپور» هم پېژندل کېږي، د پاکستاني استخباراتو له لوري له ايران څخه پاکستان ته غوښتل شوی.
هغه ويلي، چې عليپور د خپل قومندان حکيم شجاعي په مرسته د اکتوبر په ۸مه، پاکستان ته تللی څو له هغه ځايه افغانستان کې بريدونه تنظيم او د جلب او جذب په بهير کې همکاري وکړي.
د کليوال په خبره، علیپور تر دې وړاندې د روان زېږدیز کال د اپریل په ۲۹مه نېټه پاکستان ته تللی و، په راولپنډۍ کې یې ډېر وخت تېر کړی او څو ځله د کویټې په هزاره ټاون او نورو سیمو کې هم لیدل شوی و.
نوموړی همدا راز زياتوي، چې د عليپور دوه مېرمنې د ایران په تهران او سيستان ولايتونو کې اوسېږي او نوموړی یې وخت ناوخت د ليدلو لپاره ايران ته هم ځي.
نورايل کليوال په پای کې ويلي، چې د افغان حکومت له لوري د واخان سړک له جوړېدو وروسته پاکستان د مخالفو «د شر او فساد ډلو» ملاتړ او انسجام چټک کړی
او غواړي په افغانستان کې د ناامنۍ په رامنځته کولو سره د چین پر لور د غځېدلې خامه لارې له اساسي جوړولو او پخولو څخه مخنیوی وکړي.
ياده دې وي، چې څه موده وړاندې پاکستان هڅه وکړه، چې د نورستان له لارې افغانستان ته د شر او فساد ډلو سلګونه غړي انتقال کړي؛ خو د افغان ځواکونو له لوري یې په کلکه مخنيوی وشو او دا پروژه له ناکامۍ سره مخ شوه.


