Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال
    سیاسي لیکني

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    عمران آغاعمران آغا24 اکتوبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د تش په نوم مقاومت جبهې په صفوفو کې ژور او بنسټیز درزونه رامنځ ته شوي دي، چې د دې جریان د ننه د واک پر سر ناخوالې او د انحصارګرۍ پالیسۍ نورې پټې نه شي ساتلای. د دغه جریان د یوه مخکښ غړي حفیظ منصور وروستیو څرګندونو له دې ټولو ستونزو پرده پورته کړې ده او هغه حقایق یې په ډاګه کړي دي، چې مخکې یې په اړه مستندې مقالې خپرې شوې وې. د نوموړي څرګندونې د دې خبرې واضح ثبوت دی چې دغه تش په نوم جبهه د خپلو داخلي ناخوالو، شخصي انحصار او بېلابېلو سلیقوي اختلافاتو له امله د پاشل کېدو په حال کې ده.

    د دې انشعابونو او اختلافاتو یو تر ټولو لوی لامل د احمد مسعود له لوري د رهبرۍ او پرېکړو مطلق انحصار دی. د میراثي رهبرۍ پر بنسټ ولاړ دا جریان د دې توان نه لري چې د نورو مشرانو او په اصطلاح متحدینو نظرونو ته ځای ورکړي، چې پایله یې په صفوفو کې د پراخ واټن رامنځ ته کېدل شوه. د حبیب الله حسام او ځینو نورو مهمو څېرو په څېر د افرادو خپګان، د اړیکو پرېکول او د جبهې له کړنو څخه د دوی ناراضي هغه څرګند حقایق دي چې ښيي دا جریان نور هېڅ ډول داخلي همغږي او تکیه ځای نه لري.

    سربېره پر دې، د مالي فساد پراخې قضیې او د بهرنیو مرستو او راټولو شویو سرچینو په وېش کې خیانت هغه بل لوی ټکی دی چې د دغه جبهې د داخلي اختلافاتو د زور اخیستو لامل ګرځېدلی. د دغه جبهې غړي او مشران د یوې ګډې او روښانه ملي تګلارې پر ځای په خپلو منځونو کې د واک، امتیازاتو او مالي سرچینو پر سر په جګړه بوخت دي. په تېرو پنځو کلونو کې د دوی د لاسته راوړنو کچه صفر ته نږدې ده؛ د فکري، سیاسي او نظامي بریاوو پر ځای دوی یوازې د هېواد د بدنامولو او د خپلو شخصي او کورنیو ګټو د خوندي کولو لپاره کار کړی دی.

    د حفیظ منصور پرله پسې اعترافات او د نورو انشعابونو احتمال دا په ډاګه کړې چې د دغه تش په نوم مقاومت ‌ډلې راتلونکی له تیارې او حتمي ماتې سره مخ دی. کله چې دغسې یو حرکت د مشروعیت، ولسي ملاتړ، شفافیت او عدالت پر ځای پر انحصار، میراثي فکر او مالي فساد ولاړ وي، د هغه پایله حتماً پر بې باوریو پیل او بیا پر انشعاب پای ته رسېږي.

    د مقاومت ډلې د اوسنۍ رهبرۍ او فعالیتونو وروستۍ پایله دا ده چې دغه جریان هېڅکله هم د دې وړتیا نه لري چې د افغان ولس د استازیتوب دعوه وکړي، ځکه چې د دوی په منځ کې دننه د مشرتابه او واک پر سر سختې ناندرۍ روانې دي. د یوې عادلانه او فکري تګلارې نشتوالی، د میراثي واک زوال او د پردیو په تمه ناسته د دې لامل شوې چې د مقاومت دا تش په نوم جبهه د تل لپاره خاموشه او د ناکامۍ کندې ته واچوي. د دې جبهې پاشلتیا او انشعاب د هر هغه شوم تحرک لپاره د عبرت درس دی چې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ د افغان مؤمن او مجاهد ولس په خلاف جوړ شوی وي.

    د مقاومت ‌‌‌ډلې دغه روان انشعابونه او د انحصارګرۍ زوال د دې حقیقت ښکارندويي کوي، چې نور د دروغو او تشو شعارونو وخت تېر شوی دی. هغه کسان چې د پردې شا ته یې د خپلې کورنۍ او ځانګړې حلقې د واک د دوام لپاره دا پروژه پر مخ بېوله، اوس خپله د خپلو کړنو د زهرجنو پایلو قرباني شوي دي. د دغو جبهاتو راتلونکی د بشپړ انشعاب، رسوایۍ او تباهۍ پرته بل هېڅ نه دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله ايران د امريکا د بريد د تکرار په صورت کې د مخابراتي کيبلونو د په نښه کولو ګواښ کړی

    مربوطه لیکنې

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    23 اکتوبر 2026

    له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پراختیا؛ د پاکستان وېره او نیابتي جبهې یې

    22 اکتوبر 2026

    له پنځو کلونو هڅو وروسته؛ پر خپلې بې وسۍ د مخالفینو اعتراف

    20 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 24 اکتوبر 2026

    ايران د امريکا د بريد د تکرار په صورت کې د مخابراتي کيبلونو د په نښه کولو ګواښ کړی

    رويټرز راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې…

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    24 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    24 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران د امريکا د بريد د تکرار په صورت کې د مخابراتي کيبلونو د په نښه کولو ګواښ کړی

    24 اکتوبر 2026

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    24 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    24 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.