رويټرز راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي او واشنګټن پر تهران بیا پوځي برید وکړي، ایران به په خلیج کې د سمندر په تل کې د مخابراتي کېبلونو د په نښه کولو اقدام وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم مخه هم ونیسي، څو د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ګډوډي اوږدمهاله شي.
ايران تر دې وړاندې، د خليج هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا پر مرکزونو او تاسيساتو د بريد کولو ګواښ هم کړی و.


