د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د یادې ادارې دوه کسیز پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته رسېدلی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په پلاوي کې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت او د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري شامل دي، چې دغه غونډه به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې دوام وکړي.
په دې غونډه کې به د سازمان د کلنیو فعالیتونو، بودیجې، مالي چارو، اوږدمهاله ستراتېژۍ، د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه بحثونه وشي. د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوی به هم له نورو غړو هېوادونو سره د تخنیکي همکاریو او د نړیوالو تجربو د تبادلې په برخه کې ګډون وکړي.
SMIIC د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې فعالیت کوي او د غړو هېوادونو ترمنځ د معیارونو د همغږۍ، د تولیداتو د کیفیت لوړولو، د حلالو معیارونو د یووالي او د مصرف کوونکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي.


