د افغان حکومت د مالیې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو د معاشونو ځنډ په اړه خپاره شوي راپورونه او اوازې رد کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کې له تېرو څو ورځو راهيسې یو شمېر رسنيو او ټولنیزو شبکو کې چې د دولتي ادارو د معاشونو د ځنډ په تړاو کومې اوازې خپرېږي، ناسمې دي.
د ماليې وزارت ډاډ ورکړی چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به په نورمال ډول له کومې ستونزې پرته پر خپل وخت اجراء شي.


