د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې یاد ولایت کې د املوکو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله نږدې ۱۰ سلنه زیات شوي او ټولیز تولید یې ۳۴۲ ټنو ته رسېږي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال په ۳۴۵ جریبه ځمکه کې د املوکو له بڼونو ۳۱۱ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږ کال له همدې اندازې ځمکې څخه د املوکو تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي، چې ۳۱ ټنه زیاتوالی ښيي.
مسوولین د بڼوالو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول او د بڼوالۍ پراختیا د خپلو کاري لومړیتوبونو له ډلې بولي او وایي، بڼوالو ته د تولید د زیاتوالي په موخه مسلکي او تخنیکي لارښوونې وړاندې کوي.


