انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فلسطین د ښځو چارو وزارت او د احصایې مرکزي ادارې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د غزې پر تړانګه د اسرائیلي رژیم بریدونو کې تر ۱۲ زره او ۵۰۰ ډېرې ښځې شهیدانې شوې، چې له ډلې یې څه باندې ۹ زره میندې دي.
د راپور له مخې، دغو ادارو د فلسطیني ښځو د ملي ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په یادو بریدونو کې ۴۲ ښځینه خبریالانې هم شهیدانې شوې دي. د اعلامیې له مخې، ښځې د غزې د ۱۷۵ زره ټپیانو ۱۴ سلنه جوړوي او ۲۸ زره او ۵۶۰ ښځو خپل مېړونه له لاسه ورکړي دي.
همدارنګه، اوس مهال په غزه کې شاوخوا ۵۰ زره امیندواره ښځې له سختو شرایطو سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د سقط ۱۲ زره پېښې ثبت شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې د غزې پر تړانګه د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۴ زرو اوښتی او تر ۱۷۵ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه زیربناوې هم ویجاړې شوې دي.
په ورته مهال، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په سیمو کې د اسرائیلي رژیم د پوځ او مېشتېدونکو په بریدونو کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ۱۲۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۲۸ یې ښځې دي.


