انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو خپلواک نړیوال څېړنیز کمېسیون ویلي، چې اسرائیل په غزه کې د نسلوژنې ترڅنګ، په نورو اشغال شویو فلسطیني سیمو کې هم جنګي جنایتونه او د بشریت پر ضد جرمونه کړي دي.
د راپور له مخې، د کمېسیون په تازه راپور کې راغلي، چې اسرائیلي ځواکونو د اوربند له هوکړې وروسته هم فلسطیني ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه کړي، ماشومان یې شهیدان کړي او د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي په ګډون یې سرغړونې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو بریدونو د فلسطینیانو د بېځایه کېدو پراخه څپه رامنځته کړې او د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې ۳۴ زره او ۱۷۶ فلسطینیان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د کمېسیون مشرې ویلي، د کورونو ویجاړول او د فلسطینیانو شهیدانول د هغوی د بېځایه کولو د پراخې تګلارې برخه ده.


