رويټرز په يوه راپور کې ويلي، چې د لبنان حزبالله په تېرو درېیو میاشتو کې له اسرائیلو سره د احتمالي نوې جګړې لپاره چمتووالی نیولی او د تېرې جګړې وروسته یې د خپلو وسلو د زېرمو د بيا پیاوړتیا هڅې کړې دي.
د راپور له مخې، حزبالله چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي، د خپلو وسلو زېرمې یې بېرته رغولي او پر اسرائیلي ځواکونو د بریدونو لپاره یې د بېپیلوټه الوتکو تولید ته مخه کړې ده.
د سرچينې په خبرهژ حزبالله همدارنګه هڅه کوي، چې د قوماندې او کنټرول هغه سیسټمونه بېرته ورغوي، چې د تېرې جګړې پر مهال زیانمن شوي وو.
دغه ډله هڅه کوي، چې د جګړې پر مهال له لاسه ورکړل شوي پوځي تاسیسات او جنګي وړتیاوې هم بېرته ورغوي.


