که د افغانستان د تېرو څو لسیزو تاریخ وڅېړو، نو وبه مومو چې دا خاوره څو ځله د خپلو ناخلفو بچیانو د خیانتونو او د پردیو د لاسوهنو قرباني شوې ده؛ هغو کسانو چې واک ته د رسېدو لپاره یې ملي ګټې د خپلو شخصي او سیاسي هوسونو قرباني کړې دي. خو د افغانستان تاریخ یو حقیقت بیا بیا ثابت کړی دی: هغه معاملې چې پر وطنپلورنې او له پردیو سره پر تړاو ولاړې وي، په پای کې له ناکامۍ او رسوایۍ سره مخ کېږي.
پاکستان تر اوسه د افغان حکومت له مخالفو ډلو ملاتړ او له هغوی سره همکاري ردوله؛ خو اوس دا موضوع نړیوالو رسنیو ته هم رسېدلې او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له پټو سیاستونو یې پرده پورته کړې ده. د پاکستان د بلوچستان په سیمه کې د افغانستان د پخواني رژیم د اړوندو ځواکونو د شتون او فعالیتونو په اړه د راپورونو ترڅنګ، د پاکستاني پوځ د رسنیزو چارواکو او د «آزادۍ» او «مقاومت» په نوم جبهاتو د استازو ترمنځ د هغوی د رسنیز ملاتړ لپاره ناستې هم ښيي چې دغه ډلې د خپلو سیاسي موخو د پرمخ وړلو لپاره د بهرني ملاتړ د جلبولو هڅه کوي.
اصلي رسوایي دا ده چې دغه جبهې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د کړکېچونو او دښمنانه اقداماتو پر مهال، د دې پر ځای چې د دغه هېواد له مداخله کوونکو سیاستونو څخه واټن ونیسي، له پاکستاني چارواکو سره ناستې کوي او د خپلو تبلیغاتي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د هماغه لوري ملاتړ ته سترګې په لار دي. دا چلند د هغوی د سیاستونو وابسته ماهیت څرګندوي او ښيي چې سیاسي هوسونه څنګه ځینې د وطن پالنې دعوه داران له پردیو سره معاملې ته اړ کولی شي.
هغه کسان چې واک ته د رسېدو لپاره د پاکستان ملاتړ ته مخه کوي، باید پوه شي چې دغه هېواد د افغانستان د ژغورلو لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره اقدام کوي. بهرني قدرتونه تر هغه وخته له یوې ډلې ملاتړ کوي چې هغه د خپلو موخو په خدمت کې وویني؛ خو وروسته، د خپلو پرونیو متحدینو برخلیک ته له پاملرنې پرته، خپله لاره بدلوي. د افغانستان د تېرو څو لسیزو تجربه د دې حقیقت روښانه ثبوت دی.
د افغانستان مخالفې جبهې باید پوه شي چې د پردیو رسنیز او استخباراتي ملاتړ نه شي کولی دوی ته ولسي مشروعیت ورکړي او نه هم د هغوی تېرې ماتې پټې کړي. پراخ تبلیغات ښايي د لنډې مودې لپاره د یوې ډلې نوم پر خولو خپور کړي، خو نه شي کولی سیاسي وابستګي په خپلواکۍ بدله کړي او نه له پردیو سره معامله د وطن خدمت وښيي.
د تېر وخت ناوړه معاملې هم له همدې محاسبو سره پیل شوې وې؛ خو نه هغو طرحو وکولی شول افغانستان د معامله کوونکو د غوښتنو مطابق پر ګونډو کړي او نه بهرنیو ملاتړو وکولی شول هغوی ته باثباته راتلونکی تضمین کړي. دا ځل به هم پایله توپیر و نه لري. هغه طرحې چې پر پردیو له تړاو، له سیالانو سره پر دښمنۍ او د ملي ګټو پر قربانولو ولاړې وي، په پای کې به ناکامې شي او چلوونکي به یې له سیاسي رسوایۍ سره مخامخ شي.
د افغانستان تاریخ د کړنو د ثبت دفتر دی. د هغو کسانو نومونه چې خپلې شخصي او سیاسي ګټې د هېواد له ګټو څخه لوړې ګڼي او واک ته د رسېدو لپاره د وطن خاوره او برخلیک معامله کوي، د خلکو په تاریخي حافظه کې به د خاورې او وطن د خاینانـو په توګه ثبت شي. هېڅ سیاسي شعار او هېڅ رسنیز تبلیغ نه شي کولی دا حقیقت پټ کړي.
د پرون ورځې ناوړه معاملې ناکامې شوې او نننۍ له بهرني ملاتړ سره تړلې معاملې به هم ناکامې شي. هغه جبهې چې یو ځل بیا یې د پاکستان په ملاتړ هیلې تړلې دي، باید پوه شي چې د افغانستان برخلیک په پټو ناستو او د معاملې په خونو کې نه ټاکل کېږي؛ خو په همدې ناستو کې د هغوی کړنې به د وطن سره د وفادارۍ یا خیانت په اړه د خلکو او تاریخ د قضاوت معیار وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


