بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د بلاروس جمهوریت نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف، د خپل باورلیک کاپيد بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي ته وسپارله.
مولوي اميرخان متقي، سفیر ته د نوي ماموریت د بریا هیله څرګنده کړې او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
پر دې سربېره نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اوسنی فرصت مهم بللی او د اقتصادي همکاریو او سمیه ېیز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
په ورته مهال، د بلاروس نوي ټاکل شوي سفیر د افغان حکومت له اقتصادمحوره سیاست څخه د رضایت په څرګندولو سره ژمنه کړې، چې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.


