نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې سوریه د یمن جګړې پرمهال له سعودي سره د ګډ دفاعي تړون د یوځای کېدو په اړه غور کوي.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر پرون شنبه بحرین کې یوې غونډې ته ويلي، چې «سوریه له سعودي عربستان سره د یوه سیمه ییز دفاعي ائتلاف د یوځای کېدو په اړه غور کوي. د مکې دفاعي تړون کې د غړیتوب له پاره خبرې روانې دي. سوریه به د خلیج د ټولو هېوادونو ترڅنګ ولاړه وي.»
د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان له دفاعي تړون سره د سوریې یوځای کېدل ممکن د سیمې نور هېوادونه هم د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په پراخېدونکي جګړه کې ښکېل کړي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع له واک ته رسېدو راهیسې هڅه کړې چې هېواد یې په سیمه ییزو جګړو کې ښکېل نه شي، د سوریې چارواکو په روانه میاشت کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې سعودي عربستان له دمشق څخه یمن ته د سوریایي سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې ده.
خو د شنونکو په وینا، له سعودي عربستان سره د سوریې د اړیکو پراختیا ښايي د دمشق دغه دریځ له ستونزو سره مخ کړي.


