د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین په جګړهییزو سیمو کې د روسي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین د پوځ د استفادې وړ د انرژۍ او ترانسپورټ زېربناوې، د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو او ساتلو مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او د اوکرایني ځواکونو د لنډمهالي ځای پر ځای کېدو مرکزونه په نښه کړي او درانه زيانونه یې وراړولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د روسیې هوايي دفاعي سیستمونو په همدې موده کې ۳۹۱ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې هم رانسکورې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د اوکرایني ځواکونو د مرګژوبلې دې ادعا ته اوکراين په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.


