د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.
د پاکستان د پوځ ویاند په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې «افغانستان دولت نه دی، بلکې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کېږي.» خلیلزاد د نوموړي دغه ادعا د نړیوالو قوانینو له مخې ناسمه بللې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله «ګواښوونکې او ناکامه» تګلاره بدله کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او باید د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.


