انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي، واشنګټن او تهران د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو له لارې د هوکړې په لور پرمختګ کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې احتمالي هوکړې په اړه خوشبین دي.
د راپور له مخې، ونس ویلي چې له ولسمشر ټرمپ سره یې د ایران په اړه خبرې کړي او دواړه د مذاکراتو له لارې د هوکړې د ترلاسه کېدو امکانات مثبت ارزوي. نوموړي زیاته کړې چې لا هم د خبرو بهیر روان دی او دواړو لورو د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا له ایران سره د بریدونو د بیا پیل لپاره کومه وروستۍ نېټه نه ده ټاکلې، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران خپل اټومي پروګرام بېرته نه رغوي. د ونس په وینا، هر ډول هوکړه باید د ایران له لوري پر دې موضوع کلک او د تایید وړ تعهد ولري.
تر دې مخکې ټرمپ هم ویلي وو، چې ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه وکړي او دا امکان شته چې دواړه لوري یوې معاملې ته ورسېږي. د امریکا او اسرائیل لهخوا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې کړکېچ دوام لري.


