د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه شوې، چې پکې د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستیو پرېکړو پر عملي کېدو او بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ ناستې راپور وړاندې شوی او څرګنده شوې، چې د یاد کمېسیون د چارو د پرمخ وړلو طرحه چمتو او د وروستي کېدو لپاره د مشرتابه دفتر ته استول شوې ده.
په غونډه کې همدارنګه ویل شوي، چې د تاتارستان په کازان ښار کې د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په اړه چمتو شوی سند نهايي شوی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.
ګډونوالو د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زدهکړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، روغتیا او درملو، سوداګریزو ویزو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونه او لومړیتوبونه هم څېړلي.


