Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور بهیر پراخ شوی
    افغانستان

    پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور بهیر پراخ شوی

    عمران آغاعمران آغا3 نوومبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې په دغه ولایت کې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د کانونو د قانوني استخراج او پانګونې بهیر پراخ شوی او د زمردو تولیداتو د پنځو کلونو له هڅو وروسته په نړیوالو بازارونو کې خپل ځای تثبیت کړی دی.

    د سیف‌الدین لټون په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت په کوربه‌توب د کابل د کانونو په تخصصي نندارتون کې د پنجشېر زمردو د پام وړ ځای خپل کړی دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وروستۍ داوطلبۍ کې ۱۲ زره او ۴۲۳ قیراط زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د غړو په حضور کې د ۶ میلیونه او ۳۷۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

    نوموړی زیاتوي، چې په پنجشېر کې د زمردو، تورمالین او ګارنېټ د کانونو د استخراج ساحې پراخې شوي او د سوداګرو د پانګونې ترڅنګ، د استخراج، پروسس او صادراتو په برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده. د معلوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کانونو او اړوندو فعالیتونو په برخه کې پر کار بوخت دي.

    د پنجشېر ولایت مقام ویاند وایي، تر اوسه په دغه ولایت کې د ۱۷ ډوله منرالونو شتون تثبیت شوی، چې د ځینو د استخراج چارې پیل شوي او د نورو د استخراج لپاره لومړني اقدامات روان دي. د ولایت د مقام په وینا، د کانونو د استخراج چارې د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ، د افغان حکومت د پالیسۍ له مخې په قانوني، شفاف او معیاري ډول پر مخ وړل کېږي.

    مخکینۍ مقالهله روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه شوې
    راتلونکي مقاله عزیزي ګروپ ته د ۳۳۱.۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید جوازونه ورکړل شوي

    مربوطه لیکنې

    عزیزي ګروپ ته د ۳۳۱.۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید جوازونه ورکړل شوي

    3 نوومبر 2026

    له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه شوې

    3 نوومبر 2026

    ټرمپ له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د بیا برید احتمال کم بللی

    3 نوومبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 نوومبر 2026

    عزیزي ګروپ ته د ۳۳۱.۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید جوازونه ورکړل شوي

    د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عزیزي ګروپ ته یې…

    پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور بهیر پراخ شوی

    3 نوومبر 2026

    له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه شوې

    3 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    عزیزي ګروپ ته د ۳۳۱.۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید جوازونه ورکړل شوي

    3 نوومبر 2026

    پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور بهیر پراخ شوی

    3 نوومبر 2026

    له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه شوې

    3 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،274 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.