د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عزیزي ګروپ ته یې کابل، غزني او پروان ولایتونو کې د ټولټال ۳۳۱.۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید درې جوازونه ورکړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو جوازونو کې د کابل د نغلو د ۱۰۰ مېګاواټه، د غزني د ۱۳۱ مېګاواټه او د پروان د باریکاب د ۱۰۰.۸ مېګاواټه برېښنا د تولید جوازونه شامل دي.


