رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړه «ډېره نږدې» ده او ښايي د اوکراین ترڅنګ د اروپا ټول هېوادونه هم پکې شامل شي.
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له استازي کیریل دیمتریف سره تر لیدنې وروسته کړې دي. نوموړي ویلي، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو پایله به یوه لویه هوکړه وي چې یوازې پر اوکراین به محدوده نه وي، بلکې ښايي ټوله اروپا هم پکې شامله شي.
ټرمپ د جګړې د دوام په اړه ویلي، په دې جګړه کې د وینې تویېدنه روانه ده او باید پای ته ورسېږي. هغه هیله څرګنده کړې چې جګړه به ډېر ژر ختمه شي.


