تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې دولتي اطلاعاتو دفتر وايي، د سختو بارانونو او توپاني بادونو له امله په دغه سیمه کې د بېځایه شویو فلسطینیانو ۷۰ زره خېمې تر اوبو لاندې شوي او زرګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.
د یاد دفتر د رسمي اعلامیې له مخې، د وروستیو ورښتونو په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې د بېړنۍ مرستې غوښتنې ثبت شوي، ځکه سېلابي اوبه د بېځایه شویو خېمو او لنډمهالو استوګنځایونو ته ننوتې دي.
راپور زیاتوي، ځینې لنډمهالي کمپونه په بشپړ ډول د اوبو لاندې شوي او کورنیو خپلې لومړنۍ اړتیاوې، لکه کمپلې، توشکې او د ژوند نور وسایل له لاسه ورکړي دي.
همدارنګه د بمباریو له امله زیانمنې شوې او درز شوې سلګونه ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او د ځینو کورنیو د بېړني لېږد بهیر پیل شوی دی.


