له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو پرديپالو رسنیو کې اوازه خپره شوې ده، چې په پنجشېر کې یو ځوان نیول شوی او د پنجشېر ځايي مسوولین ترې پیسې غواړي.
هندوکش ته رسېدلي معلومات دا دي، چې څو ورځې وړاندې د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې اغا شېرین د بهاء الدین زوی د ځايي مسوولینو له لوري د یو لړ څېړنو په موخه نیول شوی و او اوس بېرته خوشې شوی دی.
هغه معلومات چې د هندوکش وېبپاڼې لاس ته ورغلي په ډاگه کوي، چې اغا شېرین د بهاء الدین زوی د عنابه ولسوالۍ د شوفي کلي اوسېدونکی د ځینې چاودونو په تور نیول شوی و؛ خو له څېړنو وروسته معلومه شوه چې نوموړی بېگناه او پرون بېرته خوشې شو.
د نوموړي کورنۍ هم منلې ده، چې اغا شېرین بېرته کور ته ستون شوی او هغه اوازې یې رد کړې، چې گوندې د پنجشېر ځايي مسوولینو د نوموړي له کورنۍ یو مېلیون افغانۍ او پینځه ټوپکونه غوښتي وو.
د جمهوریت له سقوط وروسته بهر ته تللیو پخوانیو خبریالانو او بېلابېلو جبهو ځینې رسنۍ فعاله کړي، چې په افغانستان کې وړې پېښې ته هم ډېره هوا ورکوي او د خلکو ذهنونو ته ناسم معلومات رسوي.