Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسلام پر وړاندې د کمونېزم ماته
    لیکني

    د اسلام پر وړاندې د کمونېزم ماته

    صابر افغانصابر افغان15 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ایمل پښتون

    د پخواني شوروي اتحاد وحشي لښکرو د ۱۳۵۸  کال د جدي په شپږمه نیټه په افغانستان یرغل راووړ، برابر ۹ کاله او ۵۰ ورځي یې خپل ټول وحشت او بربریت وکاراوه، کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، د هغه وخت کمونيستانو او خلقيانو دا تبليغات کول، چې روس نه ماتېدونکی قدرت دی، خو د افغان ولس مېړانې او د الله (جل جلاله) نصرت روسيه شرمېدلې ماته کړه، نه يواځې روسيه ماته شوه، بلکې اتحاد جماهير شوروي هم ړنګ او دړې وړې شو.په دغې ورځ د هغه وخت د نړۍ ستر نظامي زبرځواک او د وارسا د پکت علمبردار (پخواني شوروي اتحاد ) له خپلو باروتي فيلانو، هوايي ځواک او پرمختللې پوځي تکنالوژۍ سره سره د افغان، باتور، مسلمان، بې وسلې او بې دفاع ملت پر وړاندې په داسې حال کې وروسته له څه د پاسه ۹ کالو نا متوازنې جګړې شرمېدلې ماتې وخوړه، چې يوازې د خپلو پلرونو او نيکونو دانپور او چقمقي توپک او زړې زنګ وهلې تورې او تبرونه يې په لاسونو کې وو، خو افغان غيور ملت چې له آره د قربانۍ او خود اراديت حس په ارثي توګه په کې ژوندی پاتې دی، خپلې سينې د يرغلګرو شورويانو غول پيکرو ټانکونو، چورلکو او ناپالم بمونو ته سپرکړې، مرګ ژوبلې او شهادتونه يې پرځان نذرانه ومنل، افغانانو ته دا جګړه ډېره درنده تمامه شوه، يو نيم ميليون افغانان شهيدان شول، دری برابره هيوادوال مو ګاونډيو او بهرنيو ملکونو ته مهاجر شول، له څلور لکو زيات معيوب، يتيمان او کونډې راپاتې شول، خو غیور اولس د تاريخ تور داغ خپلو راتلونکو نسلونو ته پرخپله سپينه ټنډه پرې نه ښود.د پنځوسو زرو عسکرو په تلفاتو او ګوډ و مات کېدو سربیره یې په ملیاردونو ډالر ولګول، تر څو افغانستان هضم او افغان مجاهد ولس د ځان غلام جوړکړي؛ خو نه دا چې دغه ارمان یې پوره نه شو، بلکې د متعال رب (جل جلاله) په نصرت او د برمیال ولس د قربانیو په برکت د سره ښکیلاک پښې ډېر ژر ګړوبې او دې ته اړ شو؛ چې له افغانستان څخه پښې سپکې او خپل تاریخي شسکت ومني. د ۱۳۶۸ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یوه بې وزله او بې وسه خو متعهد او شجاع اولس په مقابل کې د ماتې په منلو سره له افغانستان څخه په شرمناک ډول وشړل شو. له نظامي ماتې یې ایډیالوژیکي ماته خورا خوندوره وه.اسلامي اعتقادات د کمونستانو پر اعتقاداتو برلاسي شول، چې دا په حقيقت کې د نړۍ له مداره د کمونېزم د ټغر ټولېدل وو.د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد يا “USSR” که څه هم يو خورا متمرکز دولت و، له ۱۵ جمهوريتونو څخه جوړ شوی و، خو له افغانستان سره ټکر یې د دې لامل شو، چې ټيټې سترګې، مات وزرونه او شرمېدلي سره تيت پرک شول.

    مخکینۍ مقالهله قربانۍ تر ازادۍ
    راتلونکي مقاله د جګړو پهلوانان او د دفترو متفکران

    مربوطه لیکنې

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    12 سپتمبر 2026

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 سپتمبر 2026

    د ایران ولسمشر وایي، ایران به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د دغه هېواد…

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    13 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢١ مه.#هندوکش‌غږ

    12 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر وایي، ایران به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي

    13 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    13 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢١ مه.#هندوکش‌غږ

    12 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.