د داعش بنسټګر ابوبکر البغدادي میرمنه “اسماء محمد” له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د داعش مشرانو ته خپل ژوند، عشرت او شهوت مهم و او له ښځو څخه په استفادې یې ځوانان او بهرنیان په بېساري توګه راجلب کړي و.مېرمن اسماء په دغه مرکه کې د لومړي ځل لپاره د داعش ډلې له ځینو داسې رازونو پرده پورته کړې ده، چې تر اوسه یې په اړه چا ته معلومات نه و.هغه وایي: “په الموصل کې د خلافت له اعلان وروسته البغدادي درې ودونه وکړل، چې څلورمه ښځه یې د چیچنیا هېواد څخه وه، له لسو ډیرې وینځې یې درلودې، چې د “ایزد” توکم څخه وې؛ د یاد تنظیم مشرانو به یو بل ته پردۍ ښځې د ډالۍ په توګه ورکولې”.میرمن اسماء وایي، چې البغدادي به خپل امنیت ته ډېره پاملرنه کوله، داسې مهال به له کوره بهر وته، چې په اسمان کې به بې پیلوټه الوتکې نه وې.هغه زیاتوي، البغدادي به په عراق کې په الموصل ښار او سوریه کې به په الرقه ښار کې اوسیده.نوموړې وایي: ” د خلافت له اعلان وروسته یې کورنۍ هم د مسلسل تحرک په حال کې وه؛ کله چې داعش ډله له ماتې سره مخ شوه او ډېرې سیمې یې له لاسه ووتې، نوموړی سخت اندېښمن شو او خپلې مېرمنې یې بهر ته واستولې”میرمن اسماء محمد د خپل ژوند په اړه وایي، چې له البغدادي سره یې ژوند له کړاو او خجالت څخه ډک و.هغه زیاتوي: ” دا به مې هېڅکله له یاده ونه وځي، چې زما دولس کلنه لور “امیمه” یې خپل نږدې ساتونکي او باوري کس “منصور” ته په نکاح کړه او کله چې وژل کېده لومړی یې زما شپږ کلن زوی “حمزه” را وواژه؛ البغدادي سخت زړی او ظالم انسان و، هغه نه د خپل او نه د پردي پر مرګ خپه کېده”اسماء وایي، چې په د داعش ډله کې کې وروسته سخت اختلافات رامنځته شول، البغدادي ته نږدې ابو محمد العدناني او ابو الحسن المهاجر، د دوی ور اخوا په دغه ډله کې اذري او تاجیکي وګړي د بهرنیانو په توګه په داعش ډله کې ډېر و. مېرمن اسماء وايي، چې د داعش ډله نوره ختمه شوېده، هغه له ټولو خلکو غواړي، چې د داعش ډلې پر درواغجنه داعیه ونه غولیږي. مېرمن اسماء محمد په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې له ابوبکر البغدادي سره واده کړی و او له وژل کېدو یو کال وړاندې ورڅخه جلا شوې ده.مېرمن اسماء اوس مهال له خپلو څلورو اولادونو سره په عراق کې د امنیتي ارګانونو تر سخت څار لاندې د ژوند شپې او ورځې تیروي.