Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۷.۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی
    افغانستان

    د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۷.۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی

    صابر افغانصابر افغان20 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت ۷.۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۳۵۵ مېلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۶ مېلیارده او ۲۸۸ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۳۷۵ مېلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ مېلیارده او ۱۲۴ مېلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.:« د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ مېلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ مېلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.»یادې ادارې ویلي، د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.: «د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد، ۳۱۸ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو مېلیارد او ۱۵۶ مېلیونو او ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میېیارد او ۱۴۷ مېلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي.»د خبرپاڼې له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو درېیو ربعو کې هېواد ته په را واردو شوو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد او ۱۰ مېلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.د اقتصادي چارو کارپوه امین ستانکزی وايي، افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې واردات یې ډېر او صادرات یې لږ دي.: «له بده مرغه بیاهم د سوداګرۍ بیلانس کې په ډېره لویه پیمانه کسر موجود دی او دا کسر د تېر کال په پرتله زیاتوالی په ګوته کوي. زموږ د صادراتو او وارداتو تر منځ کسر نږدې پينځه مېلیارده ډالره کېږي دا حالت ورو ورو ښه کول غواړي. د احصایو او معلوماتو له کتنې وروسته دا ویلی شو چې د افغانستان د سوداګرۍ تر اتیا سلنې زیات واردات دي یوازې له شل سلنې کم موږ صادرات لرو.»

    مخکینۍ مقالهحوثیانو په عدن کې پر دوو امریکايي کښتیو بریدونه کړي
    راتلونکي مقاله په هېواد کې د انټرنېټ گټه اخیستونکو اطلاعاتو او معلومات خوندي شول

    مربوطه لیکنې

    د کونړ شلتن ولسوالۍ کې د فرضي کرښې په امتداد د پاکستاني رژیم پر پوستو بریدونه پیل شوي

    31 مارچ 2026

    مولوي نور جلال جلالي کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

    31 مارچ 2026

    کنړ پر فرضي کرښه د پاکستاني رژیم یوه پوسته په نښه او له منځه یوړل شوه

    31 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 اپریل 2026

    کریمیا ټاپو کې د یوې روسۍ پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۲۹ تنه مړه شوي

    رویټرز راپور ورکړی، چې کریمیا ټاپو کې د روسي پوځ د یوې «اېن‌اېم-۲۶» الوتکې د…

    ټرمپ وايي د ايران جګړه ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې پای ته ورسېږي

    1 اپریل 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: زموږ او د امريکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند هم نه منو

    1 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کریمیا ټاپو کې د یوې روسۍ پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۲۹ تنه مړه شوي

    1 اپریل 2026

    ټرمپ وايي د ايران جګړه ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې پای ته ورسېږي

    1 اپریل 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: زموږ او د امريکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند هم نه منو

    1 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،133 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،086 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،160 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.