د سرپرست حکومت چارواکو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان کړی دی. باختر آژانس د هرات ولايت د کانونو او پټروليم د رييس فضل احمد منيب خاموش په حواله ليکلي دي، چې د دغه کان د عوايدو شل سلنه د سرپرست حکومت بوديجې ته ځي. خاموش زیاتوي، په هرات ولایت کې ۳۶ کانونه سروې شوي او د ۲۶ کانونو استخراج دوام لري. په هرات کې د کانونو او پټروليم رييس دا ونه ويل چې د پښتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې په کان کې کوم هېواد يا کوم شرکت پانګونه کړې ده. د یادونې ده چې، دا مهال له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد لویه پروژه چې له هرات ولایت څخه هم تېرېږي، چارې یې روانې دي.