Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ملګرو ملتونو استازي ټاکل او د غربیانو منافقت
    افغانستان

    د ملګرو ملتونو استازي ټاکل او د غربیانو منافقت

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکلو له پاره یوه ناکامه غونډه وکړه.

    دوی د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په ټاکلو سلا نشول او روسیې او چین یې یو ځل بیا مخالفت وکړ.دا غونډه د دوحې د وروستۍ غونډې په دوام وه چې هلته هم د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکلو پر سر ژور اختلافات موجود وو.د ځانګړي استازي پر ټاکلو تر ټولو ډیر ټینګار د امریکا په مشرۍ لویدیځ هېوادونه کوي. د دوی موخه مالومه ده چې له دې لارې د خپلو ګټو د تامین کوشش کوي.

    غربیان د همه شمولیت په نوم غواړي چې پخواني مجرمین، د ملت له لوري استفراق شوي سیاستوال او جنګ سالاران په دې ډول په افغان حکومت کې شامل او پر افغانانو یې وتپي.غربیان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو ځل بیا غواړي چې د بن ناکامه تجربه تکرار کړي او خپل ملاتړي واک ته ورسوي.افغان حکومت تر اوسه په خپلې بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ توانېدلی او د چین او روسیې په ګډون یې د سیمې هېوادونه قانع کړي چې افغانستان یو بل ځانګړي استازي ته اړتیا نه لري.

    د افغان حکومت تر ټولو لوی دلیل دا دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما په موجودیت کې بل استازي ته هېڅ اړتیا نشته.که د غربیانو هدف د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته او همغږي رامنځته کول وي، نو یوناما خو دغه کار کوي، خو مالومیږي چې غربیان د بل ځانګړي استازي په ټاکلو سره په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ ته لاره هواروي.

    بله مهمه خبره دا ده چې که د سیمې او نړۍ تر شلو پورې هېوادونه کولی شي چې له افغان حکومت سره تعامل وکړي او خپلې اندېښنې او نظریات د خپلو سفیرانو یا شارژدافیرانو له لارې له افغان حکومت سره شریک کړي، غربي هېوادونه یې هم کولی شي.

    خو مالومه ده چې غربیان د خپلو ګټو او شومو موخو له پاره بل ځانګړی استازی غواړي، څو د هغه له لارې د بین الافغاني مذاکراتو په نوم یوه بله ډرامه او پروژه پېل کړي.افغان حکومت تر اوسه په ښه شکل او له لویو ګاونډیانو سره د ښه تعامل له لارې توانېدلی چې د غربیانو د نوې ډرامې، پروژې او منافقت مخه ونیسي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان ته د تلوونکو افغان ناروغانو ستونزې
    راتلونکي مقاله د حوثیانو سمندري ځواکونو د فایبر اپټیک څلور مخابراتي کیبلونه په نښه کړي

    مربوطه لیکنې

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026

    د کابل او تاشکند ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

    25 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    ‏بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د قطر سفیر، دکتور مردف القاشوطي د دغه…

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.