ولسمشر بايډن هیله څرګنده کړې چې د روژې میاشتې تر را رسیدو به اوربند وشي.
د العالم خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډین یو ځل بیا د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د رامنځته کېدو لپاره هیله مندې ښودلې او زیاته کړې یې ده چې اټکل کیږي، د روژې میاشتې تر را رسیدو وړاندې اوربند ترسره شي.هغه د دغه اوربند د شرطونو په اړه ډیر وضاحت ندی ورکړی.
په ورته وخت کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي، د اسراییلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د بندیانو د تبادلې پر وړاندې اصلي خنډ دی او غواړي د خپلې ناکامې جګړې په ترڅ کې نسل وژنې ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې؛ برتانوي سیاستوال جورج ګالوي چې د انګلستان په یوه شمالي ښارګوټي کې یې ضمني ټاکنې وګټلې، ویلي یې دي چې د دې رایو پایله د فلسطینیانو له حقونو څخه د هغه هېواد د خلکو ملاتړ ښيي.
د برتانیې د پارلمان دغه غړي ویلي؛ زه تر وروستۍ ساه پورې له فلسطین سره یم. بلخوا د لبنان حزب الله ډلې خبر ورکړی چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې یې د اسرائیلو (خربة معر) قرارګاه په نښه کړې او اشغالګرو ته یې ځاني زیانونه اړولي دي، خو دقیق ارقام یې ندي په ډاګه کړي.