Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جنګي جبهو ته څوک هوا او څوک پرتوکول ورکوي؟
    لیکني

    جنګي جبهو ته څوک هوا او څوک پرتوکول ورکوي؟

    صابر افغانصابر افغان3 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وطنیار افغان

    موږ هیواد ته اورونه او جګړې بهرنیانو راوړي دي او راوړي یې، د هغوی د استخباراتو دوکتورین د نیابتي جګړو پروپوزلونه جوړوي، بیا یې پروسس کوي او وروسته ورته مالي او بشري امکانات برابروي او بالاخره له همدې پروپوزلونو یوه پروژه جوړوي، د پروژې د عملي تطبیق لپاره په ساحه کې کار پیلوي، د کار له پيل سره د کار نتایج که څومره وړوکی وي لوی کاور ورته ورکول کیږي.

    د ملګرو ملتونو سازمان مشر، موده وړاندې د دې سازمان غړو ته په افغانستان کې د جبهو د چریکي جنګونو ګزارش ارایه کړ.ښه نو داده بهرنیو عناصرو په پراخه پېمانه مداخله نه ده؟د نړۍ لوی ادرس ولې دلته له کورني جنګ څخه ملاتړ کوي؟جنګي جبهو ته ولې دومره هرکلی کیږي؟د نړیوال معتبر ادرس په تالار کې د جنګي جبهو له چریکي کوچنیو حملو ولې په لویه کچه هرکلی کیږي؟د کوچنیو جبهو سر راپورته کول په حقیقت کې د همدغه ادرس یو رواني مانور نه دی نو څه دی؟که پیښې او حوادث د نړۍ په هیڅ هیواد کې نه کېدای بیا که دوی هرڅه ویل باک یې نه کاوه.

    دا بله د امریکا یو نظامي سرتیري د امریکا او اسرائیل د مظالمو له امله چې فلسطین کې یې قیامت روان کړی ځان ته یې اور واچوی.که دا کار په افغانستان کې چا کړی وای چې د دې نظام په ضد یې دا ډول اعتراض کړای وای ډاډه یم چې د ټولې دنیا د رسنیو توربینونه به طالبانو ته ور سیخ وای.خو دا پېښه په امریکا کې وشوه ځکه دومره عادي او سرسري واخیستل شوه.

    اروپا او امریکا کې داسې سلګونه پیښې کیږي، حتی وسلوالې حملې کیږي مګر د سیاستپوهانو دلیل یې دا وي چې دا عادي پېښې دي. خو زموږ وطن کې عادي پیښې را اخلي او لوی کوریج ورته ورکوي، پړه یې د اسلامي امارت د مسولینو غاړو ته ور اچوي او بیا له دغسې پېښو سیاسي استفادې کوي.لکه څنګه چې عربي سوداګر وتښتول شو، بیا یې مړی ترکیه کې وموندل شو، غرب او امریکا د بښنې سازمان او بشري حقونو له ادرسه په سعودي فشار راوړلو او بیا یې په سعودي ځینې سیاسي غوښتنې ومنلې او دا قضیه ورکه شوه.

    په ایران کې د مهسا امیني په نامه یوه فعاله ووژل شوه او د ایران په مقابل کې یې داسې توپانې لارویونونه تنظیم کړل چې دغې څپې میاشتې، میاشتې ونیولې او د ډېرو درنو وژنو، شکنجه کولو او زنداني کولو په نتیجه کې د همسا امیني د عدالت غږ چوپ شو.ممکن ایران نړۍ ته په څه منلو هم ځان له دې جنجاله خلاص کړای وي.

    استعمار په هر شکل خپل استعماري امتیازات له لاسه نه ورکوي، د ایران یوه بله تاریخي پېښه هم د دې خبرې په رښتینولۍ د تاید مهر لګوي چې کله ډاکټر مصدق د ایران صدراعظم شو، هغه د ایران نفت او تېل ملي اعلان کړل او په دې کار یې خپل د تېلو او نفتو د استخراج او تصفیې چارې د انګلستان، امریکا، فرانسې او جرمني له منګولو را و ایستلې، نو د ډاکټر مصدق په وړاندې ایرانیان واټونو ته را وایستل شول او مصدق یې له دندې لیرې کړ.

    نړۍ ډیره بې رحمه او قدرتمند طاقتونه بیا بیخي وحشي لرلید لري، هر هیواد ته چې لاس ورکوي لستوڼي کې یې ماران او لړمان ورته راوړي وي. د جبهو او وسلوالو اورپکو ساتل، حمایه او د هغوی له داعیې ملاتړ د دوی د خونخوارو ستراتیژیو مهمه برخه ده.

    مخکینۍ مقالهد شمالي ټلوالې داړونکی انسان
    راتلونکي مقاله د افغانستان بانک: انلاین صرافي ناقانونه گڼل کېږي

    مربوطه لیکنې

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 15 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    د «سوپر پاور» اصطلاح به ډېرو خلکو ډېر ځله د سیاسي بحثونو او یا هم…

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،942 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.