د هرې جګړې تر شا یو فکري او استخباراتي روایت پروت وي، خو کله چې نیابتي جبهې او پروژې یې په عملي ډګر کې له بنسټیزې ماتې سره مخ شي، نو د هغوی ملاتړي او په اصطلاح مخکښان مجبوره کیږي چې د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره نوې دسیسې او روایتونه جوړ کړي. په دې وروستیو کې د پردۍ او نیابتي جګړې اصلي اړخونه تر پخوا زیات روښانه او لکه لمر څرګند شول. هغه کسان چې تر پردې شا ته یې د نورو په لاسونو کې د واک او ځواک لوبه مخ ته وړله، اوس د خپلو پرله پسې ناکامیو په پایله کې په یوه ژوره فکري او سیاسي سرګردانۍ اخته دي.
د دې ناکامۍ د پټولو لپاره، یوې ځانګړې طبقې او د پخوانیو مفسدو چارواکو پاتې شونو په ټولنیزو رسنیو کې یو نوی خطرناک روایت پیل کړی دی. دوی هڅه کوي چې روان حالت د «داخلي جګړې» په توګه معرفي کړي او خلک له داسې انګېرنې سره مخ کړي، چې ګوندې هېواد د کورنۍ جګړې لور ته روان دی. د دې خیالي روایت موخه دا ده چې د پردۍ او بهرنۍ نیابتي جګړې اصلي څېره پټه کړي او مسئله د افغانانو ترمنځ د یوه داخلي اختلاف په توګه وښيي، ترڅو د خپلو بهرنیو بادارانو او استخباراتي مرکزونو مسؤلیت رفع کړي.
په دې جریان کې د پام وړ ټکی دا دی چې په نورستان، بدخشان او نورو سیمو کې د خبیث مثلث له تېري وروسته، د یادو جبهاتو ځینو ملاتړو د پاکستان په څېر سیمه ییز هېوادونه په خوله وغندل، خو په عمل او تګلاره کې یې د جبهاتو او اصلي ملامتو لوریو له غندنې څخه په عمدي توګه مخ واړاوه. دا دوه مخي سیاست او منافقانه تګلارې په ډاګه کړه چې دوی نور د ولس په وړاندې هېڅ مخ نه لري. کله چې د دوی بهرنیو ملاتړو خپل لاسونه په ښکاره توګه د افغانانو په وینو سره کړل او د هېواد ورانولو ته یې ملا وتړل، نو دوی مجبور شول چې د پټولو لپاره یې د همدې منافقانه روایتونو تر سیوري لاندې له بهرني دښمن سره رامنځته شوی تقابل داخلي جګړه ونوموي.
د داخلي(!) جګړې دغه نوی روایت تر عقلاني او منطقي تګلارې لاندې وڅېړل شي، نو په اسانۍ سره معلومېږي چې د کورنیو جګړو پخواني عاملین او د پردیو لاسپوڅي څوک دي!؟ د نن ورځې د تش په نوم «مقاومت» او «آزادۍ» دا نسل دقیقاً د هغو تورو څېرو پاتې شوني دي، چې په تېرو لسیزو کې یې د هېواد ملي شتمنۍ لوټ کړې وې. اوس چې د دوی شومې او تپل شوې پروژې په ټپه درېدلي دي، دوی غواړي د پخوانیو جنایتاتو په پرله پسې تکرارولو سره د ولس اذهان یو ځل بیا تسخیر کړي، خو په دې لار کې هر قدم د دوی د لا زیات رسوا کېدو سبب کېږي.
په پنځو کلونو کې د مخالفینو مزمنې سرګردانۍ او پرله پسې سیاسي او نظامي ماتو دا ثابته کړه چې دغه تش په نوم جبهې هېڅکله د افغان ولس استازیتوب نه شي کولای. د دوی تېر پنځه کلن دوران د ازمویل شویو ناکامیو او خیانتونو یوه توره پاڼه ده چې د ولس په ذهنونو کې یې په وړاندې کرکه او نفرت لا ډېر شوي دي. اوس چې دوی په خپلو ټولو پخوانیو لارو کې ناکام شوي، نو د داخلي جګړې د ډار اچولو او ناسم روایت په واسطه هڅه کوي چې په ټولنه کې فکري ګډوډي رامنځته کړي او د خپلو اجیرانو لپاره د ژوندي پاتې کېدو لاره ومومي.
د نیابتي جګړه مارو، د داخلي جګړې جعلي دغه روایتونه نور په ولس کې هېڅ ډول پیروان او اغېز نه لري. افغان ولس د تېرو کلونو په ترخه تجربه کې د دوست او دښمن ترمنځ توپیر په ښه توګه کړی دی او نور د هېڅ پرديپال او لاسپوڅي په غولوونکو شعارونو فرېب نه خوري. د دغو ناکامو هڅو او روایت سازیو پر وړاندې تر ټولو ښه ځواب د ملي وحدت ټینګښت، د هېواد د خپلواکۍ ساتنه او د هغو پخوانیو عاملینو د څېرو بشپړ رسوا کول دي چې همېشه یې د پردیو په اشاره د دې خاورې په تباهۍ کې لاس درلود.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


