د پغمان ولسوالۍ امنیتي سرچینو، چې په دغه ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او دوه تنه اختطاف کوونکي په دې خاصو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د یادې ولسوالۍ امنیتي مسولین وایي، چې د څلورمې حوزې اړوند یې هغه مهال عملیات ترسره کړل، چې ۱۴ ورځې وړاندې یو ماشوم تښتول شوی و او د کشفي مالوماتو پر اساس یې ځای په نښه او ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
اختطافګرو د ماشوم له کورنۍ څخه د ماشوم د خوشي کیدو په بدل کې د اته سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې عملیات ګړندې شوي دي او وخت نا وخت د بېلابېلو ولایتونو څخه د انسان تښتوونکو له منګولو د یو شمېر سوداګرو او ماشومانو د ژغورلو راپورونه خپاره کیږي.
یاده دې وي، چې د کب په ۲مه نېټه د بلخ ولایت د شپږمې امنیتي حوزې اړوند یو تن سوداګر د پولیسو لخوا د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی و.