محمد فیصل پرون
پاکستان کې له لانجمنو ټاکنو وروسته جوړ شوي پارلمان ناسته وکړه او میا شهباز شریف یې د لومړي وزیر په څوکۍ کیناوه.شهباز شریف ۲۰۱ رایې وګټلې او د پاکستان څلور ویشتم لومړی وزیر شو.
شهباز شریف په بهرني سیاست او کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
خراب اقتصاد، د کشمیر مسئله، امریکا سره اړیکې او په کور دننه د لانجمنو ټاکنو په پایله کې سیاسي بې ثباتي او د پاکستاني طالبانو مسئله ممکن د ده له پاره لویې ننګونې وي.
شهباز شریف پرون په خپله لومړنۍ رسمي وینا کې افغانستان یاد نه کړ.خو دا په دې مانا نه ده چې شهباز شریف له یو مهم ګاونډي افغانستان سره اړیکې له پامه غورځولی شي.
په افغانستان کې له تحول وروسته د نوي حکومت له راتلو سره پاکستان ډیر خوشاله وو، خو لږه موده وروسته د پاکستاني طالبانو پر سر د دواړو لورو تر منځ اړیکې خرابې شوې.
پاکستان وایي چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، خو افغان حکومت یې هر وخت دغه خبره بې بنسټه بللې ده.یوه خبره څرګنده ده چې د بهرنۍ پالیسۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو واک د پاکستان له پوځیانو سره وي او په دې اړه د پاکستان ملکي حکومت بې واکه وي.
د پاکستان ملکي حکومت د پوځ خبرې کوي او د هغوی پالیسي پلې کوي.کله چې د پاکستاني طالبانو پر سر د دواړو لورو او نورو منځګړو تماسونه یوې مطلوبې پایلې ته و نه رسېدل، نو پاکستاني پوځ پر افغان حکومت بېلابېل فشارونه راوړل.
یوه یې له پاکستانه په زور او د نړیوالو قوانینو خلاف د افغان کډوالو ایستل وو چې افغانانو او نورې نړۍ یې دغه یوه اړخیزه او ناروا کړنه وغندله.
بل ګام چې پاکستان په دې وروستیو کې پورته کړ، هغه یې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان له پاره د یو ځانګړي استازي غوښتل وو. پاکستان مخکې دغه څه نه غوښتل، خو اوس یې پالیسي بدله کړې.
د دې تر څنګ یې هڅه کړې چې نړۍ ته افغانستان د بهرنیو جنګیالیو پټنځای معرفي کړي.خو د پاکستان دغو فشارونو تر اوسه کار ورکړی نه دی.
پاکستان فکر کوي د دې فشارونو له لارې به پاکستاني طالبان خبرو ته کینوي او افغان حکومت به دوی ته او نړۍ ته پړ شي.خو افغان حکومت تل دا خبره کړې چې د پاکستاني طالبانو مسئله د پاکستان کورنۍ مسئله ده او هغه دې په خپله خاوره کې حل کړي.
د افغان حکومت دا دریځ ډیر منطقي ځکه دی چې پاکستان باید د دومره ډیر پوځ، نړیوال ملاتړ او سرچینو سره خپل امنیت په خپله ونیسي، نه دا چې افغانستان په کې ملامت کړي.
د افغان ولس غوښتنه د پاکستان له نوي حکومت څخه دا ده چې دوی دې خپلو کورنیو چارو ته په خپله سمون ورکړي، خپل مسائل دې کور دننه حل کړي او نور دې پر افغانستان بې ځایه فشارونه نه راوړي، ځکه فشارونه نتیجه نه ورکوي او زیان به یې بیا هم په خپله پاکستان ته رسیږي.