د ترکې “انادولو” دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې اوه تنه اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
یاد اژانس د مارچ په ۵ مه راپور خپور کړ، چې د ترکیې استخباراتو ادارې او د استانیول ښار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د یوه ځانګړي جاسوس په ګډون اوه تنه د اسرائیلو استخباراتي ادارې “موساد” ته دجاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
په راپور کې د یادو اشخاصو د نیولو مشخص ښار او ځای نه دی ښودل شوی، خو ویل شوي چې یادو مشکوکو اشخاصو د پیسو په مقابل کې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته مالومات ورکول.
وړاندې هم راپورونه خپاره شوي و، چې ترکي حکومت د جنورۍ په میاشت کې هم ۳۳ تنه د اسرائیلو استخباراتي ادارې “موساد” ته د جاسوسۍ په تور نیولي و.