د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰۱۹۴ مټرېک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۳۸۲) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۲۷۰) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۴۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۰۱۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.: «د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۵۶۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.»
د خبرپاڼې له مخې، د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې سوداگرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې کړې او له گڼو هېوادونو سره راکړه ورکړه وکړي.
افغانستان اوسمهال له ترکمنستان، ازبېکستان او ایران سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی دی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان گڼ ولایتونو د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شي او سوداگرو ته به گڼې اسانتیاوې برابرې شي.