د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر عطاء الله عمري، د کرنې مرستیال وزیر صدراعظم عثماني د ایران د کرنې وزارت مرستیال او د ایران د مالدارۍ رئیس مجبتی نوروزي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې په برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې کړې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې د افغانستان د کرنې وزیر ایراني پلاوي ته وویل، چې افغانستان د کرنې په برخه کې د پانگونې لپاره ډېر څه لري او ایران کولی چې د کرنې په برخه کې پانگونه وکړي.: «افغانستان هغه امتیازات لري، چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې نه لري، له دغو نعمتونو څخه باید گټه پورته او کار وشي، اوس چې د ایران پلاوي کابل ته سفر کړی، موږ غواړو تاسو ته یادونه وکړو چې مناسب اقلیم، پراخه ځمکه، ډېرې اوبه او کافي بشري ځواک هغه لوی امتیازات دي چې تاسو ورسره کار کولی شئ او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو د اړتیاوو سره سم کار وشي.»
ایراني پلاوي هم ژمنه کړې چې د افغانستان د کرنې له سکتور سره د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، خاورې پېژندنې او د عملي دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې به افغان حکومت سره گډه همکاري وکړي.
افغانستان یو کرنیز ولایت دی، چې د وگړو نږدې ۸۰ سلنه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د افغانستان پراخه هواره ځمکه، مناسبې اوبه او بشري ځواک هغه څه دي چې د کرنې په برخه کې افغانستان ډېر ژر پر ځان بسیا کولی شي.