د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند د تېلو حوزې اړوند د قشقري سیمه کې د ۷۴۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره د هغو زېرمو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې په یاده سیمه کې د خامو تېلو د زېرمه کولو په موخه جوړېږي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وروسته له هغې چې د امو سیند د تېلو حوزه کې گڼې نفتي څاگانې وکیندل شوې او د استخراج ورځنۍ سطحه کې د پام وړ زیاتوالی راغی او هلته شته زېرمو د تېلو لپاره بسنه نه کوله نو د ٧٤٠٠ متر مکعب په ظرفیت سره د درې نوو زېرمو جوړولو چارې پیل شوي، چې د نل لیکې په واسطه به د شاوخوا څاگانو څخه استخراج شوي تېل له لومړنۍ تصفیې څخه وروسته په یادو زیرمو کې د رسوب په موخه درې ورځې ساتل کېږي او بیا خام تېل د تصفیې په موخه د انتقال لپاره چمتو کېږي.: «د دغو زېرمو ترجوړېدو دمخه د تېلو موټرو بارېدلو په برخه کې خورا زیاتې ستونزې موجودې وې په لوړه ارتفاع کې د ټانکرونو پورته کېدل ستونزمن وو، چې د نوو زېرمو پر جوړېدو سره به دغه ستونزې هوارې او د نفتو بار وړونکو موټرو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.»
د یادونې وړ ده چې د یادو زېرمو جوړېدو په برخه کې گڼ شمېرهېوادوال په کار بوخت دي، چې چارې به یې په لنډ وخت کې بشپړې او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کانونو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د نورو کاني توکو سربېره تېل او گاز هم لري، چې په لنډ وخت کې به یې د استخراج چارۍ چټکې شي.