Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کېږي
    افغانستان

    د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کېږي

    صابر افغانصابر افغان19 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان کابینې په وروستۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو سربېره په هېواد کې د وروستیو ترافیکو پېښو په ډېرېدو هم بحث شوی دی.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې په ۱۹مه غونډه کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې، ټرانسپورټ او هوايي چلند او ټولگټو وزارت په گډه د لويو لارو په اوږدو کې د موټرو د تگ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د رياست الوزراء مقام سره دې شريکه کړي.

    د خبرپاڼې له مخې، همدارنگه د کابینې په دې غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی رياست او احصايې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسوالیو جغرافیوي حدودو تثبیت کړي، په اړه يې معلومات وکړي او راپور يې له توحيد وروسته د رياست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.:«د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې مؤسساتو ته واضحه کړي، چې هېڅ امارتي کارکوونکی تر هغو نشي جذبولی، ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوي.»

    د ترافیکو پېښو د کمولو په موخه داسې مهال د یوې طرحې د جوړولو سپارښتنه شوې، چې روانه اوونۍ په هلمند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسگونه کسانو ته پکې مرگ‌ژوبله واوښته.

    افغانستان د نړۍ یو د هغو هېوادونو څخه دی، چې گڼې ترافیکي پېښې پکې کېږي او هر کال د ترافیکو پېښو له امله زرگونه کسانو ته مرگ‌ژوبله اوړي.

    مخکینۍ مقالههر سرتېری د جګړې قومندان دی!
    راتلونکي مقاله کونړ کې پر ۳۰ جریبه ځمکه د مالټو نوي بڼونه جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026

    پکتیکا کې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    21 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د هېواد ټولې مهمې پرېکړې د ستر مذهبي مشر،…

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    21 جولای 2026

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.