Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مالیې وزارت: د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په روان کال کې سلگونه کارکوونکو روزنه ورکړې ده
    افغانستان

    مالیې وزارت: د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په روان کال کې سلگونه کارکوونکو روزنه ورکړې ده

    صابر افغانصابر افغان19 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مالیې وزارت وايي، د روان ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ سلگونه کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده، چې ورسره د کارکوونکو په کارونو کې چټکوالی راغلی دی.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په روان کال کې د مالیې وزارت په گډون د پلټنې عالي ادارې او د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د کارکوونکو، مالیاتي محاسبینو او ملي سوداگرو ته په اړوند برخو کې روزنیز پروگرامونه وړاندې کړي او د دوی د وړتیا لوړولو لپاره یې له مسلکي روزونکو څخه گټه اخیستې ده.:«دغه روزنیز پروگرامونه د گمرکونو نړیوال سازمان (WCO) او سوداگرۍ نړیوال سازمان(WTO) د معیارونو مطابق او د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د نوې ټکنالوژۍ او د ځینو هېوادونو د بریالیو تجربو په رڼا کې پلې شوي دي او همدا رنگه یې د گمرکونو کارکوونکو ته د کورنیو زده کړو سربېره له هېواده بهر هم د زده کړو زمینه برابره کړې ده.»

    د خبرپاڼې له مخې، یادې اکاډمۍ په روان کال کې د مالیې وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو کارکوونکو ته د شته امکاناتو، تجربه لرونکو روزونکو او پرمختللو وسایلو په مټ په نړیوالو معیارونو برابر د ۲۳ روزنیز پروگرامونو په لړ کې ۹۶۵ تنو کارکوونکو ته اړوند برخو کې مسلکي روزنه ورکړې ده.:«یادې اکاډمۍ د خپل تدریسي پلان د عملي کولو تر څنگ، په همدې کال کې د عوایدو لوی ریاست، د بشري سرچینو ریاست، د امارتي شرکتونو، د ساتنې او ځانگړو عملیاتو تنفیذي قطعې او د پلټنې له عالي ادارې سره د (۱۶) روزنیزو پروگرامونو په وړاندې کولو کې مرسته کړې، چي (۷۳۸) کارکوونکو ته یې پکې په بېلابېلو برخو کې په معیاري ډول روزنه ورکړې او هم یې د یادو ادارو (۵۱۵) تنو ته د ازادو سیالیو له لارې د ازموینو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.»

    که څه هم د مالیې وزارت د لنډمهال لپاره د مسلکي خلکو د روزنې خبره کوي؛ خو اوسمهال د هېواد په گڼو ادارو کې د مسلکي خلکو کمی محسوسېږي.

    مخکینۍ مقالهننګرهار کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې شوې
    راتلونکي مقاله امنیتي ځواکونو ننګرهار کې دوه تنه د قتل په تور نیولي دي

    مربوطه لیکنې

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026

    تېره ورځ ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

    13 اگست 2026

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    12 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران…

    تېره ورځ ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

    13 اگست 2026

    جمهوریت ولې په افغاني ټولنه کې کارساز نه و؟

    13 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026

    تېره ورځ ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

    13 اگست 2026

    جمهوریت ولې په افغاني ټولنه کې کارساز نه و؟

    13 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،123 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.