د باګرام او ګونتانامو زندانونو مخکیني بندي معظم بیګ پر پاکستان سختې نیوکې کړي دي.
پاکستاني الاصله برتانوي بیګ پر ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان له دوه لسیزو خپل ځان په امریکا پلورلی دی.
د هغه په وینا، پاکستان د پاکستانیانو په ګډون د نړۍ سلګونه مسلمانان په پیښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې وتښتول چې بیا په کندهار، باګرام او ګونتانامو کې د امریکا د شکنجې مرکزونو ته ولیږل شول، چیرته چې د قران بې حرمتي وشوه او پیروان یې د امریکایي پوځیانو له لوري سپک شول.
نوموړی زیاتوي، پاکستان دا کړنې د انعام پیسو په بدل او له قانوني پروسې پرته ترسره کړې.
بیګ چې په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان له لوري نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی و وایي، پاکستانۍ عافیه صدیقي او د هغې ماشومان هم پاکستان پرې نه ښودل او ویې نیول.
عافیه صدیقي اوس هم له امریکایانو سره بندي ده چې اسلامي امارت یې د خوشې کیدو هڅې کړي دي.
بیګ وایي، پاکستان له هغو کړنو وروسته جبري ورکول (ګمشده ګي) پیل کړه او همدا رنګه یې وزیرستان کې د ډرون بریدونو او له محکمې پرته وژنو اجازه وکړه.
هغه زیاتوي، د پاکستان پوځ د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه دی، خو یوازې له افغانانو سره جګړې ته لیږل کیږي.
په داسې حال کې چې اسراییلو په فلسطین کې زرګونه کسان وژلي، خو پاکستانی پوځ د افغانانو په بمبارۍ خوشالیږي.
بیګ په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان نیولی و چې بیا په ۲۰۰۵ کال کې له ګونتانامو څخه خوشې شو.
نوموړی انګلستان کې اوسیږي او موده وړاندې افغانستان ته هم راغلی و.