Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اذربایجان د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتوي
    افغانستان

    اذربایجان د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتوي

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په کابل کې د اذربایجان نوي سفیر الهام محمدوف د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په گډو همکاریو خبرې کړې دي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اذربایجان سفیر الهام محمدوف ویلي، اذربایجان او افغانستان د گډو دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکاتو ترڅنگ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.:«اذربایجان په افغانستان کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو او د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي. دا یو تاریخي فرصت دی چې اذربایجان په کابل کې سفارت پرانیزي، ځکه غواړي په ټولو برخو کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.»

    د خبرپاڼې له مخې، پرو سږکال هم د اذربایجان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و، چې په ترڅ کې په کابل او باکو کې د اذربایجان او افغانستان دیپلوماټان ومنل شول.:«هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو تر څنگ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، خو په دې برخه کې یې هېواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.»

    په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، په کابل کې د اذربایجان نوی ماموریت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزمن وي.: «اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناگورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي. دغه راز دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ښه وړتیاوې لري او اړتیا ده چې د متقابل درناوي په فضا کې له دې ظرفیتونو گټه واخلو.»

    نوموړي ویلي، د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او اساس یې له هېوادونو سره په اقتصادي او سوداگریزې همکارۍ ولاړ دی. موږ په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او هڅه کوو له دې اړخه د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو.

    اسلامي امارت لېواله دی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پل حیثیت ولري، نو غواړو چې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداگریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړو.:«اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ترانزیټ او سوداگرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي، له همدې امله د اذربایجان له پانگه‌والو غواړو چې په افغانستان کې پانگونه وکړي، اسلامي امارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. موږ غواړو خپل سوداگریز توکي له دې لارې د اروپا بازارونو ته ورسوو، په دې برخه کې د اذربایجان ډېر مهم دی.»

    مخکینۍ مقالهمالي‌خان صدیق: د جگړې پلوي نه‌یو؛ خو ډز بې‌ځوابه نه‌پرېږدو
    راتلونکي مقاله کشېنه کشېنه مه جذباتي کېژه، کوربان دې سم

    مربوطه لیکنې

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې‌ کړي

    4 دسمبر 2025

    امنيتي ځواکونو هرات کې میلیونونه افغانۍ کشف او بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي

    4 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 دسمبر 2025

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴کال دعقرب له…

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې‌ کړي

    4 دسمبر 2025

    امنيتي ځواکونو هرات کې میلیونونه افغانۍ کشف او بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې‌ کړي

    4 دسمبر 2025

    امنيتي ځواکونو هرات کې میلیونونه افغانۍ کشف او بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،085 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.