د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اوبو د مدیریت د نورو پروژو تر څنګ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې په تخار کې د کوچکې بند، په بغلان کې د کېله ګي بند، په غزني کې د زردالو بند او په هرات ولایت کې د کادانک بند د سروې او ډیزاین چارې پلان کړې دي.
ياد وزارت ډاډ ورکړی چې د دې سترو بندونو د سروې او ډيزاين کار له بشپړېدو سره سم به یې د عملي جوړېدو چارې هم پيل شي.
د اقتصادي چارو د شنونکو په وينا په هېواد کې د لویو پروژو پلي کول په اقتصادي ثبات او د بې کارۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی شي.