Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دلوې ۲۶مه، د افغانانو ته له ویاړ او زبرځواکونو ته له عبرت او پند ډکه ورځ!
    لیکني

    د دلوې ۲۶مه، د افغانانو ته له ویاړ او زبرځواکونو ته له عبرت او پند ډکه ورځ!

    صابر افغانصابر افغان14 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له نن څخه نږدې ۳۶ کاله وړاندې، یعنې د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه، په افغانستان کې د شوروي اتحاد سرو لښکرو له نږدې نهه کاله وژنو، وحشتونو، جنایتونو او بربریتونو وروسته شرمېدلې ماتې وخوړه او په ټيټو سترګو یې د افغانستان له مقدسې خاورې پښې سپکې کړې او په دې سره د افغانانو د نږدې یوې لسیزې ویرجن او دردېدلي حالت ته ټپ وموندل شو.

    سرو لښکرو او په افغانستان کې د هغوی لاسپوڅو د نهه کلن اشغال په دوران کې پر افغانانو چپه مېچنې وچلولې، سلګونه زره افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور یې ټپیان او ډېری د تل لپاره معیوب کړل، میلیونونه نور یې مهاجرت ته اړ کړل، د افغانستان د تېرو لسګونه کلونو شته عامه تأسیسات یې وران کړل، جوماتونه، کورونه، مدرسې، ښوونځي او عام المنفعه تأسیسات یې ونړول، په هر کلي او هره کوڅه کې یې د بې ګناه افغانانو وینې وبهولې. زرګونه نور افغانان یې بیا د خپلو لاسپوڅو په مرسته په زندانونو کې په ډېر قساوت سره لومړی شکنجه او بیا یې په شهادت ورسول.

    دغه راز یې د افغانستان له هر کلي، هرې درې او هرې ولسوالۍ او ولایت څخه ډلې، ډلې کسان ژوندي تر خاورو لاندې کول او په بلدوزرونو به یې خاورې پرې اړولې. د هغه مهال سره پوځ او د دوی لاسپوڅي د خپل واک او ځواک په نشو کې دومره ډوب او مغرور وو، چې له دې حالت به یې هم خوند اخیست. دوی دا هرڅه د دې لپاره کول چې له افغانانو خپل اصیل ارزښتونه، دین، مذهب، فرهنګ او نورو ارزښتونه واخلي او پر ځای یې د دوی د ناولې کمونیستې مفکورې ارزښتونه وتپي.

    خو د افغانستان مسلمان او فولادي عزمه ملت له دې ټولو قساوتونو، جنایاتو، بربریتونو او وحشتونو سره سره، د دوی غوښتنو ته غاړه کېنښوده، د دوی د ازادۍ او خپلواکۍ فولادي عزم یې کمزوری نه شو کړای او اجازه یې ورنه کړه چې تر اشغال او کمونیستي توغ لاندې د عیش او عشرت ژوند وکړي، بلکې د خپلو ارزښتونو د دفاع او ازادۍ د اخیستلو په موخه یې بلها قربانۍ ورکړې او د هغه مهال دغه جابر یې داسې په ګونډو کړ، چې نه تنها افغانستان ته راوړي خوبونه او خیالونه یې ګور ته یووړل، بلکې همدا ماتې یې د زوال او ټوټه کېدو لامل هم شوه.

    له بده مرغه چې له دغه سترې پېښې نورو زبرځواکونو سم درس وانه خیست او یا هم د واک او ځواک نشې دموره بد حاله کړي وو چې د امریکا په نوم معاصر طاغوت یو ځل بیا د افغانستان د اشغال لپاره نړۍوال اشر وکړ، که څه هم دوی ته په هماغو لومړیو کې وویل شول چې د سرو لښکرو له ماتې درس واخلي، خو دوی دا هرڅه بابېزه وګڼل او خپله سر زوري یې وکړه، بالاخره دا معاصر طاغوت هم تر دوه لسیزو جنایتونو او حشتونو وروسته له خپلو اشرګړو سره یو ځای د هماغو سرو لښکرو په برخلیک اخته شو او په دې سره، افغانستان نږدې په یوه پېړۍ کې د دریو سترو امپراتوریو هدیره وګرځېده.

    نو د دلوې ۲۶مه د افغانستان په ویاړلي تاریخ کې یوه ویاړلې او له کارنامو ډکه ورځ او بهرنیو تیري کوونکو ته له عبرتونو او درسونو ډکه ورځ ده. د دې ترڅنګ دا ورځ افغانانو ته هم ډېر درسونه لري، په ځانګړې توګه هغه افغانانو ته چې د نورو په خیالي ژمنو او غوړو وعدو تېروځي. تیري ګرو ځواکونو او قوتونو ته یې تر ټولو مهم او لوی درس دا دی، چې هېڅکله د افغانستان د نیولو او اشغال شوم فکرونه په ذهن کې ونه ساتي، کنه برخلیک یې به یې معلوم وي. هغه افغانانو ته چې لا هم د پردیو په وعدو او ژمنو تېروځي او د دوی د خوش خدمتۍ لپاره زړه ښه کوي، دوی ته یې درس او عبرت دا دی، چې دا خوش خدمتۍ به یې هېڅکله بې حسابه نه وي، هېڅ بهرنی دلته د تل لپاره نه شي پاتې کېدای، نو مه د خپل ولس دښمني اخلئ او مه ځانونه تاریخ ته شرموئ.

    عامو افغانانو ته د دې پرتمینې ورځې پیغام دا دی، چې تل خپل یووالی او اتحاد وساتي، هېڅکله هغه کسانو ته ځای ورنه کړي چې د دې هېواد د ابادۍ او سوکالۍ دښمنان وي، ځکه دوی دلته له بدمرغۍ، جګړو، ویجاړیو او بدبختیو پرته بل څه نه راوړي. عامو افغانانو چې هر کله په هره برخه کې په اتفاق او اتحاد سره ګام اخیستی، بیا یې امپراتورۍ هم پر وړاندې نړېدلې او شړېدلي دي، دا چې اوس افغانستان امن دی، سوکالي او ارامي راغلې، نو اوس د دې وخت دی چې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګډ ګامونه اوچت کړو، ترڅو خپل هېواد په ټولو برخو کې د نړۍ سیال وګرځوو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد دلوې ۲۶مه؛ د اشغالګرو ماتې او د افغانستان له جهاد سره د جنګ سالارانو خیانت!
    راتلونکي مقاله نړۍ ته له دوامداره زاریو وروسته د مقاومت جبهې د مشر ناهیلۍ

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده،…

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.