Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دلوې ۲۶مه؛ د اشغالګرو ماتې او د افغانستان له جهاد سره د جنګ سالارانو خیانت!
    لیکني

    د دلوې ۲۶مه؛ د اشغالګرو ماتې او د افغانستان له جهاد سره د جنګ سالارانو خیانت!

    عمران آغاعمران آغا14 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    لیکوال: همایون نعمان

    د دلوې ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو ځواکونو د وتلو کالیزه دی؛ هغه زبرځواک چې د افغانستان پر ملت د برلاسۍ او د خپل لاسپوڅي حکومت د لړزیدلو بنسټونو د ټینګولو په نیت دغه خاورې ته راننوت او د لسو کلونو په موده کې یې بې شماره جرمونه او جنایات ترسره کړل.

    په دې ټوله موده کې شوروي اتحاد د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د دې خاورې ګوټ، ګوټ د باروتو په اور باندې وسوځاوه او له ځمکې او هوا یې د افغانستان بې ګناه خلک، که هغه بوډا وو که ځوان، نارینه که ښځینه او حتی مظلوم ماشومان وو، په نښه کړل.

    د افغانستان ملت د شوروي اتحاد په تیاره سیوري کې ډول، ډول ظلمونه او وحشتناک جنایتونه وزغمل. زرګونه کسانو د شهادت جام نوش کړ، میلیونونه کسان ټپیان شول او څو میلیونه نور بې کوره شول. خو دې فاجعو د ملت له کلکې ارادې او ټینګې عقیدې څخه څه کم نه کړل او د اشغالګرو په وړاندې یې لا پیاوړي کړل.

    هو! د افغانستان مجاهد‌پاله ملت په تشو لاسونو، خو په ټینګ ایمان او پر خپل رب په قوي توکل سره د شوروي اتحاد او د هغه د مزدورانو په وړاندې راپورته شو او د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره یې د افغان ځمکې د وياړ او عزت یو نوی روایت په تاریخ کې ثبت کړ.

    په هغه وخت کې، شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د اشغال سره نه یوازې خپل لاسپوڅی حکومت ونشو ساتلی، بلکې د دې میړني ولس په وړاندې په شرمناکه ماتې سره، د دې ناوړه اتحاد بنسټونه هم ولړزیدل او له ډیرې مودې وروسته یې بنسټ په بشپړه توګه ونړېد.

    په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو او په تعقیب یې د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته، هغه وخت چې د جهاد د اهدافو د تحقق لپاره یو بې ساری فرصت برابر شو، جنګ سالارانو او ځای‌طلبه مشرانو هر یوه د خپلو شخصي ګټو د تأمین په موخه، د اسلامي دولت د تأسیس لپاره د افغان ملت ارمانونه مسخره او تر پښو لاندې کړل.

    هماغه وخت و چې خپلسرو مشرانو د اتحاد او یووالي او رنځېدلي ملت پر ژورو ټپونو د مرهم ایښودلو پر ځای، خپله د خلکو لپاره بلا وګرځېدل او د اشغال له وخت څخه یې لا ویجاړونکې جګړې پیل کړې.

    د افغانستان خلک په داسې حال کې چې له اشغال وروسته یې د روښانه سبا په لور ګامونه اخیستل، د جنګ سالارانو او د هغوی د شومو ګوندونو په زهري دام کې راګیر شول او د پخوا په پرتله یې په ډیرو تیاره شپو کې پرېښودل.

    د کورنیو جګړو په اوږدو کې، د جنګ سالارانو له څېرو څخه نقابونه لرې شول او د دې سیمې رنځېدلي خلک دوی په حقیقي ماهیت پوه شول؛ هغه تش په نوم رهبران چې د دین او جهاد په نوم یې ځانته دوکان پرانیستی و او له دې لارې یې خپلې نفساني غوښتنې تعقیبولې.

    بالاخره، له کلونو وروسته د الهي سنت له مخې، د جنګ سالارانو د ظلم شپه هم د نورو ظالمانو په څېر پای ته ورسېده او د افغانستان خلک خپل هغه لوړ هدف ته ورسېدل چې هغه په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت و او ټولو بلاګانو او مصیبتونو ته یې د پای ټکی کېښود.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان په پرونۍ جګړه کې شپږ پوځيان وژلي
    راتلونکي مقاله د دلوې ۲۶مه، د افغانانو ته له ویاړ او زبرځواکونو ته له عبرت او پند ډکه ورځ!

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 مې 2026

    جرمني کې تر ‎درملنې وروسته ۱۹ ماشومان هېواد ته راستانه شول

    د ‎افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي ۱۹…

    هند د واکسینونو ۲۰ ټنه اړین توکي افغانستان ته استولي

    22 مې 2026

    مجاهد: امنیتي ځواکونو کندوز کې له سېلابي اوبو ګڼ کسان ژغورلي

    22 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جرمني کې تر ‎درملنې وروسته ۱۹ ماشومان هېواد ته راستانه شول

    22 مې 2026

    هند د واکسینونو ۲۰ ټنه اړین توکي افغانستان ته استولي

    22 مې 2026

    مجاهد: امنیتي ځواکونو کندوز کې له سېلابي اوبو ګڼ کسان ژغورلي

    22 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.