په کابل کې د اذربایجان نوي سفیر الهام محمدوف د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په گډو همکاریو خبرې کړې دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اذربایجان سفیر الهام محمدوف ویلي، اذربایجان او افغانستان د گډو دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکاتو ترڅنگ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.:«اذربایجان په افغانستان کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو او د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي. دا یو تاریخي فرصت دی چې اذربایجان په کابل کې سفارت پرانیزي، ځکه غواړي په ټولو برخو کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.»
د خبرپاڼې له مخې، پرو سږکال هم د اذربایجان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و، چې په ترڅ کې په کابل او باکو کې د اذربایجان او افغانستان دیپلوماټان ومنل شول.:«هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو تر څنگ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، خو په دې برخه کې یې هېواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.»
په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، په کابل کې د اذربایجان نوی ماموریت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزمن وي.: «اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناگورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي. دغه راز دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ښه وړتیاوې لري او اړتیا ده چې د متقابل درناوي په فضا کې له دې ظرفیتونو گټه واخلو.»
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او اساس یې له هېوادونو سره په اقتصادي او سوداگریزې همکارۍ ولاړ دی. موږ په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او هڅه کوو له دې اړخه د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو.
اسلامي امارت لېواله دی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پل حیثیت ولري، نو غواړو چې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداگریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړو.:«اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ترانزیټ او سوداگرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي، له همدې امله د اذربایجان له پانگهوالو غواړو چې په افغانستان کې پانگونه وکړي، اسلامي امارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. موږ غواړو خپل سوداگریز توکي له دې لارې د اروپا بازارونو ته ورسوو، په دې برخه کې د اذربایجان ډېر مهم دی.»