د افغانستان د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي‌خان صدیق پکتیا ته تللی دی او د ډنډ پټان ولسوالۍ سیمې یې له نږدې لیدلي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د وسله‌وال پوځ لوی درستیز مرستیال مالي‌خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې په فرضي کرښه کې د افغان اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستاني لوري ته د افغان اردو له لوري د جدي خبرداري او بیړني ضرب الاجل ټاکلو وروسته اوسمهال په سیمه کې نښتې کمې شوې دي.

مالي‌خان صدیق افغان ځواکونو ته ویلي، چې افغانستان د جگړې پلوی نه‌دی؛ خو د دښمن یو ډز به هم بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.: «موږ د جگړې پلوي نه‌یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم ډز وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په عاجله توگه به هغوی ته ځواب ورکوي».

روانه اوونۍ افغان امنیتي ځواکونه وروسته له هغه له پاکستاني عسکرو سره په نښته واوښتل، چې پاکستاني پوځ د پکتیکا برمل، د خوست سپیره ولسوالۍ او د کونړ شلتن ولسوالۍ په ځینو بمباري وکړه.

د پاکستان د بمبارۍ په ځواب کې د افغانستان دفاع وزارت خپلو پوله‌ساتو ځواکونو ته امر وکړ، چې د پاکستان پوستې په نښه کړي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ جگړه ونښته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version