د حماس اسلامي غورځنګ مخکښ مشر اسامه حمدان ویلي، «له اسرائیلو سره د خبرو اترو تجربې ثابته کړې چې د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره له دوی سره جګړه کول او شاتګ ته یې اړ کول دي.»
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې، د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ په غزه کې د اوربند ټینکولو لپاره خبرې بیا پیل شوي.