د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړه لیک ځینې مهم جزئیات خپاره کړي دي.
د نوموړي په وینا، د هوکړې له مخې به د نورو ۶۰ ورځو لپاره اوربند وغځول شي، په همدې موده کې به د هرمز تنګی بېرته د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي او همداراز به ايران ته اجازه ورکړل شي چې په ازاده توګه خپل تېل وپلوري.
په مسوده کې راغلي چې امریکا به د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره لیرې کړي، د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ به ازادې کړي او د ایران د تېلو پر سکتور به ځینې بندیز معافیتونه هم عملي کړي.
په دې لومړنۍ مسوده کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅې هم شاملې دي او وروسته به د ایران د اټومي پروګرام په اړه رسمي مذاکرات ترسره شي.
بلخوا امریکایي چارواکو بيا اکسيوس خبري اژانس ته ویلي، ایران ژمنه کړې چې هېڅکله به د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، د یورانیمو د غني کولو د ځنډولو په اړه به خبرې کوي او د لوړ غني شوي یورانیمو کچه به راټیټه کړي.


