الجزیره خبري شکبه وایي چې په لوېدیځه غاړه کې په درنو وسلو سمبال اسراییلي پوځیانو د دغه خبري شبکې پر دفتر ورننوتلي او د بندولو امر یې کړی دی.

دې شبکې نن سهار (یکشنبه، د سپتمبر ۲۲) راپور ورکړی چې په درنو وسلو سمبال او نقاب پوش اسراییلي پوځیان په زور په رام الله کې هغې ودانۍ ته ننوتلي چې د الجزیرې دفتر پکې دی.

اسراییلي پوځیانو په لوېدیځه غاړه کې د دې شبکې د دفتر مشر، ولید العمري ته د ۴۵ ورځو لپاره د دې شبکې د تړلو یو لیکلی حکم سپارلی دی.

دا لیکلی حکم د وليد العمري لخوا لوستل شوی او پکې ويل شوي چې په رام الله کې د الجزيرې خبري چينل د تړلو پرېکړه د اسرائيلو د يوه جنرال له خوا شوې او د دې پرېکړې له مخې بايد د دې شبکې ټول کارکوونکي سمدلاسه له دفتره ووځي.

د دې شبکې خبریاله، ندا ابراهیم وایي چې اسراییلي پوځیانو د دې شبکې د بندولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې الجزیرې ټلویزیون په فلسطين د صهيونيستي اسرائيلو له يرغل راوروسته په غزه کې له روان وحشت او د صهيونيستي اسرائيلو له ظلمونو پرده پورته کوي، چې د تړل کېدو لامل یې هم همدا موضوع ښودل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version