ايراني ايسنا خبري اژانس خبر ورکړی چې د جنوبي خراسان ولایت د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.  

د ايران د ایسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ دا چاودنه پرون (شنبې، د سنبلې ۳۱مه) د جنوبي خراسان د «طبس» سیمې د ډبرو سکرو په یو کان کې شوې ده.

د ياد اژانس د راپور له مخې د یاد ولایت والي، جواد قناعت ویلي چې دا چاودنه د ‘د میتان ګاز د خوشې‌کېدو’ له امله رامنځته شوې او د دې کان لږ تر لږه دوه بلاکونه (B او C) پکې ښکېل دي.

راپور همدا راز ډېروي د هغه په وينا چې یوازې د B بلاک له ٤٧ کارکوونکو څخه ٣٠ يې مړه او ١٧ ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي چې ۲۲ تنه کارګران په C بلاک کې بند پاتې دي او له دې بلاک څخه د میتان ګاز د ایستلو او د بندپاتې کسانو د ژغورلو هڅې پیل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version