Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»اسلام اباد کې د ايران او امريکا ترمنځ د نن ورځې ترسره کېدونکو مذاکراتو د پلاويو‌ په اړه څومره پوهیږئ؟
    سیمه

    اسلام اباد کې د ايران او امريکا ترمنځ د نن ورځې ترسره کېدونکو مذاکراتو د پلاويو‌ په اړه څومره پوهیږئ؟

    عمران آغاعمران آغا11 اپریل 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ټاکل شوې چې د ایران او امریکا لوړپوړي پلاوي نن شنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ښار کې سره وګوري، څو د دایمي اوربند په موخه مهمې خبرې اترې ترسره کړي.

    پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي، دا مذاکرات به مخامخ ترسره کېږي او ښايي تر یوې ورځې ډېر دوام وکړي، ځکه ورته کوم مشخص وخت نه دی ټاکل شوی.

    په دې مهمو خبرو کې د پاکستان له لوري لومړی وزیر شهباز شريف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ګډون کوي.

    د امریکا پلاوی به د مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په مشرۍ وي، چې سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر او براډ کوپر هم ورسره مل دي.

    د ایران له لوري به د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د پارلمان رئیس باقر قالیباف، مجید تخت روانچي او محمد باقر ذوالقدر برخه واخلي.

    د معلوماتو له مخې، د امریکا د پلاوي مشر جې ډي وېنس پخوا د امریکا په سمندري ځواکونو کې د جنګي خبریال په توګه دنده ترسره کړې، سټیو ویټکوف یو مشهور سوداګر دی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه فعالیت کوي، جیرډ کوشنر د ډونالډ ټرمپ د دورې مهم سلاکار و او د منځني ختیځ د ځینو مهمو سیاسي تړونونو په جوړولو کې یې رول درلود او براډ کوپر یو لوړپوړی پوځي قوماندان دی چې په بېلابېلو جګړو کې یې برخه اخیستې ده.

    د ایران له پلاوي څخه عباس عراقچي یو با تجربه ډیپلوماټ بلل کېږي چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په خبرو کې مهم رول درلود، باقر قالیباف یوه پخوانۍ پوځي او امنیتي څېره ده چې دا مهال د پارلمان مشري کوي، تخت روانچي هم یو با تجربه ډیپلوماټ دی چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی پاتې شوی او محمد باقر ذوالقدر بيا یو سختدریځی امنیتي چارواکی بلل کېږي.

    شنونکي وایي، د دې کچې لوړپوړي پلاوي ګډون ښيي چې دا مذاکرات یوازې عادي خبرې نه دي، بلکې د سیمې د کړکېچ د کمولو او احتمالي سیاسي تفاهم لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

    مخکینۍ مقالهد هرمز تنګي د پرانيستلو په اړه د ټرمپ غوښتنې ته زمبابوې کې د ايران سفارت ځواب؛ کيلۍګانې رانه ورکې شوي
    راتلونکي مقاله امريکا به يا د اوربند د ساتلو لپاره ايران ته مهم امتیازات ورکوي او یا به د جګړې د بیا پیل خطر مني

    مربوطه لیکنې

    د ايران ستر مذهبي‌ مشر مجتبی خامنه‌ای: په سيمه کې د امريکايي ځواکونو شتون د نا امنۍ لوی لامل دی

    11 مې 2026

    امريکا د ايران پر وړاندې جګړه کې په ورځني ډول له يو ميليارد ډالرو ډېر مصرف کړی

    11 مې 2026

    ټرمپ وایي، د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې پر بیا پیل غور کوي

    11 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 11 مې 2026

    د ايران ستر مذهبي‌ مشر مجتبی خامنه‌ای: په سيمه کې د امريکايي ځواکونو شتون د نا امنۍ لوی لامل دی

    د ایران ستر رهبر مجتبی خامنه اي په خپل تازه پیغام کې سیمه کې د…

    د عراق حکومت کربلا دښته کې د اسرائیل د پوځي هډې‌ شتون رد کړ

    11 مې 2026

    حزب الله تېرو ۲۴ ساعتونو پر اسرائیل ۲۴ بريدونه کړي

    11 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران ستر مذهبي‌ مشر مجتبی خامنه‌ای: په سيمه کې د امريکايي ځواکونو شتون د نا امنۍ لوی لامل دی

    11 مې 2026

    د عراق حکومت کربلا دښته کې د اسرائیل د پوځي هډې‌ شتون رد کړ

    11 مې 2026

    حزب الله تېرو ۲۴ ساعتونو پر اسرائیل ۲۴ بريدونه کړي

    11 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.