Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟
    لیکني

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    صابر افغانصابر افغان17 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې له ګڼو پېښو او ننګونو سره مخ شوی دی؛ د صهیونیستي رژیم له لوري د اقصی مسجد او د فلسطین د خاورو له اشغال نیولې بیا تر هغو خونړیو او وحشتناکو ناورینونو پورې چې په سوریه، یمن، کشمیر او د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې رامنځته شوي دي، اسلامي امت د ډېرو او لویو-لویو پېښو شاهد پاتې شوی دی.

    دا ټولې داسې دردوونکې پېښې وې چې نه یواځې د هماغو هېوادونو د ملتونو برخلیک یې بدل کړ، بلکې د اسلامي نړۍ د ټولو ویښو او مؤمنو مسلمانانو پر روحیه یې هم ناوړه اغېز کړی دی.

    دا ځکه چې اسلامي امت د قرآن کریم د حکم او د رسولﷺ په لارښوونو د عمل پر بنسټ، یو وجود او بدن دی، چې د یوه غړي درد یې د ټول بدن آرام او سکون له‌ منځه وړي.

    که فلسطین ته وګورو، نږدې دوه کاله کېږي چې د غزې مظلوم ولس د صهیونیستي رژیم له لوري نسل‌ کُشي کېږي، په دې دوه کلونو کې لس‌ ګونه زره مسلمانان شهیدان شوي او له سلو زرو ډیر نور ټپیان شوي دي.

    په سوډان کې هم مظلوم مسلمانان له وختونو راهیسې د بهرنیو کړیو د قدرت‌ غوښتنې د شخړو قرباني شوي. د هغو نړۍوالو د سترګو په وړاندې چې ځانونه د بشر د حقونو مدافعین بولي، په وینو لمبول کېږي او کورونه یې ورانیږي.

    د نورو اسلامي هېوادونو حالت هم تر دې ښه نه‌ دی؛ مسلمانان په خپلو ډېرو ځمکو او هېوادونو کې له بې‌شمېره ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.

    افغانستان چې په خپله له کلونو کلونو راهیسې د اشغال، ظلم او د پردیو دسیسو قرباني پاتې شوی، هیڅکله یې هم د اسلامي امت د دردونو او زخمونو په وړاندې بې‌ پروايي نه ده کړې.

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال که څه هم د وخت واکمنو له غرب سره د مطلق تړاؤ له امله، د نورو مسلمانانو د دردوونکي حالت په اړه د تبصرې توان نه‌ درلود، خو اوس چې جمهوریت پرځېدلی او یوه خپلواکه واکمني رامنځته شوې، وضعیت له پخوا څخه بدلون کړی دی.

    د جمهوریت له پرځېدو او د سرپرست حکومت له راتګ راهیسې، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په خپلو ویناوو، اعلامیو او رسمي دریځونو کې په ځلونو د فلسطین، سوریې او د نورو مظلومو اسلامي هېوادونو له ملتونو سره خپله ژوره همدردي، خواخوږي او تړاو څرګند کړی دی.

    د سرپرست حکومت مسؤولینو همېشه د اسلامي امت پر یووالي او د الهي دین د مقدساتو د دفاع پر اړتیا ټینګار کړی او په زغرده یې ویلي، چې د قدس آزادي، له تپل شویو جګړو د اسلامي هېوادونو خلاصول او له مسلمانانو څخه د روان ظلم لیرې کول، د ټولو مسلمانانو ګډ آرمان دی او افغانستان هم ځان د دې لوی آرمان شریک ګڼي.

    له شک پرته او د مغرضو رسنیو د تبلیغاتو برعکس، افغانستان نه د اسلامي امت د قضیو په اړه بې‌ پرې پاتې شوی او نه بې‌ احساسه؛ بلکې له شته امکاناتو سر سم، همېشه یې په مسؤولانه توګه د مسلمانو ملتونو تر څنګ ولاړ دی.

    آن تر دې چې په نړۍوالو محفلونو کې هم د افغانستان استازو د مظلومو ملتونو له حقونو څخه دفاع کړې او د اسلامي امت د عدالت‌غوښتنې غږ یې د نړۍوالو تر غوږونو رسولی دی.

    په پوره ډاډ سره ویلای شو، چې افغانستان د ستر اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده؛ داسې یو ملت چې په خپله یې هم د اشغال او توطئې خوند څکلی، د نورو مسلمانانو درد په ټول وجود سره احساسوي او په دې لاره کې یې خپل دیني عهد نه دی هېر کړی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامنيتي ځواکونو کندز کې مقاومت جبهې ته کمپاين کوونکي څلور تنه نيولي
    راتلونکي مقاله غزه کې د اسرائیلي عسکرو د انجنيرۍ کنډک مرستیال قومندان وژل شوی

    مربوطه لیکنې

    د بهر مېشتو غوښتنه؛ د افغانستان د خلکو انزوا که د حکومت؟

    30 جولای 2025

    ایا جمهوریت یو مشروع او قانونمند نظام و؟

    29 جولای 2025

    د مرستو پر بندېدو د سرپرست حکومت د مخالفینو خوښي؛ له نظام که د ولس سره دښمني؟

    27 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 30 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۲/۵ ھ ق. ۲_نيمروز کې له ايران څخه وارد شوي ۱۵۳…

    چین کې د سونامي خبرداری؛ شانګهای ښار څخه د ۲۸۳ زره کسان تخلیه شوي

    30 جولای 2025

    کورنیو چارو وزارت: ‏هرات کې سلګونه روږدي له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    30 جولای 2025

    چین کې د سونامي خبرداری؛ شانګهای ښار څخه د ۲۸۳ زره کسان تخلیه شوي

    30 جولای 2025

    کورنیو چارو وزارت: ‏هرات کې سلګونه روږدي له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.